اندونیزیا خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي

اندونیزیا خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي


  • 2 کاله دمخه (07/12/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 993

اندونیزیا په پام لري چې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي.

د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایي چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مدیر عبدالقدیر جیلاني له قوله دا خبر ورکړی.

نوموړي پرون په جاکارتا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، په کابل کې خپل سفارت بېرته د دې لپاره پرانیزي چې له افغانستان سره د بشري چارو او له ښځو سره د مرستو او د نورو مسولو ترڅنګ د سکالرشیفونو د ورکړې د پروګرام لپاره رغنده همکاري مخ ته یوسي.

اندونیزیا د اګسټ د میاشتې په پای کې چې طالبانو کابل نیولی و، خپل سفارت د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته په موقت ډول لېږدولی دی.

جیلاني ټینګار وکړ چې په کابل کې یې د خپل سفارت بیا فعالول دا معنی نه لري چې دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني.