طالبانو د ملګرو ملتونو پر وروستۍ پرېکړې غبرګون وښود

طالبانو د ملګرو ملتونو پر وروستۍ پرېکړې غبرګون وښود


  • 3 کاله دمخه (07/12/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1165

طالبانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی، چې د دوی استازی یې دې سازمان ته نه دی منلی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وایي،  په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې چاته ورکول چې هغه د افغانستان د خلکو او حکومت نماینده نه وي، بې انصافي ده. 

وثیق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ملګري ملتونه باید له معقولیت نه کار واخلي او په دې اړه له سره غور وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرېکړه کړې، چې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاق زی به خپلې دندې ته دوام ورکوي.