پاریس کې د خاشقجي د وژنې په تور یو کس ونیول شو

پاریس کې د خاشقجي د وژنې په تور یو کس ونیول شو


  • 3 کاله دمخه (08/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1109

د سعودي عربستان یو تن اوسېدونکی خالد ال اوطیبي په دې ګمان چې د عربستاني خبریال جمال خاشقجي په وژنې کې لاس لري، د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې ونیول شو.

یاد تن د ۲۶ هغو کسانو له ډلې ده چې د ترکيې هېواد یې د خاشقجي د قتل په دوسيه کې ښکېل بولي او د تعقيب لاندې دي. 

د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر پر دويمه نېټه جمال خاشقجي او د هغه کوژدن د ترکيې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ورغلي وو، چې بیا هملته ووژل شو.