د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: په اوسني ناوړه وضعیت کې د افغانانو تر څنګ یوو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: په اوسني ناوړه وضعیت کې د افغانانو تر څنګ یوو


  • 3 کاله دمخه (10/12/2021)
  • عارف سمیر
  • 1038

د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري دي‌کارلو وايي، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان یوازې نه پرېږدي.

نوموړې چې کابل ته خپل درې ورځينی سفر پای ته ورسوه ویلي، چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره د ټول شموله، عادلانه او سوله‌ییزې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دي‌کارلو په باور، د افغانستان اوسنی انساني وضعیت د تېر کال په پرتله ناوړه شوی دی.

هغې زیاته کړې، چې افغان ولس او نړۍ لېواله ده، داسې افغانستان وویني، چې ټولشموله، د خپلو بشري حقونو مکلفیتونو او د ترهګرۍ ځپلو ته ژمن وي.  

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان له روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز ناروین سره مخ دی.