د اروپايي ټولنې ۱۵ غړي هېوادونه ۴۰زره افغان کډوال مني

د اروپايي ټولنې ۱۵ غړي هېوادونه ۴۰زره افغان کډوال مني


  • 2 کاله دمخه (10/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1176

 اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې ۱۵ غړو هېوادونو د ۴۰زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده. 

د اروپايي ټولنې  د کورنیو چارو کمیشنرې ییلوا یوهانسن دا اعلان د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړ. 

د راپور له مخې له مخې، آلمان به ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۹ او هسپانیه او فرانسه هر به ۲۵۰۰کسان ومني. 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې مخکې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې په پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغانان ومني، خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا ورسره مخالفت شوی و. 

د راپورونو له مخې شاوخوا ۸۵ زره افغانان اروپايي ټولنې ته نږدې هېوادونو ته تللي دي.