افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني طالبانو هغه څرګندونې چې ګواکې «پاکستان تحریک طالبان» د افغانستان د اسلامي امارت یوه څانګه ده، رد کړي دي.
تېر ورځ پر ټویټر د پاکستاني طالبانو یوه ویدیو نشر شوه چې په کې د دغه ډلې یو مشر نور ولي محسود ادعا کوي چې ډله يې د افغانستان اسلامي امارت یوه څانګه ده.
خو د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا عرب نیوز ته د نور ولي محسود دغه ادعاوې رد کړي دي.
مجاهد ویلي، چې دوی د افغان طالبانو برخه نه دي او نه هم د افغانستان اسلامي امارت دغه ډول اهداف لري.
تر دې وړاندې بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر کې ویلي و، چې دوی له ټي ټي پي سره کوم تړاو نه لري.
باور دا دی، چې د اسلامي امارت د چارواکو دا ډول څرګندونې د ټي ټي پي مورال ضعیف کولای شي.
سمسورپریس