پاکستان: نوی افغان حکومت په رسمیت نه‌پېژنو

پاکستان: نوی افغان حکومت په رسمیت نه‌پېژنو


  • 2 کاله دمخه (12/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1066

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، پاکستان به تر هغه نوی افغان حکومت په رسمیت ونه‌پېژني، څو چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې. 

منصور احمد له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، د نوي حکومت لپاره باید د سیمې هېوادونه راټول او په یوه خوله خپل دریځ څرګند کړي.   

نوموړي زیاته کړې، چې که په دې اړه نړیواله ټولنه پرېکړه وکړي؛ نو دوی به هم دې مسئلې ته راودانګي. 

د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې طالبان باید بشري حقونه رعایت کړي، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې شي او د نړیوالې ټولنې شرایط دې پوره کړي. 

د هغه په باور که طالبان داسې ونه‌کړي؛ نو د رسمیت پېژندنې چاره به لا سخته شي.  

باید وویل شي، چې د طالبانو حکومت نژدې څلور میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد له لوري دغه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.