دښاغلي كرزي دراتلونكي حكومت سياسي او اداري جوړښت


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 1139

دښاغلي كرزي دولسمشرۍ مطلقې ناكامې اته كلنې دورې ته په كتلو داسې انګېرل كېدله چې ښايي دابه نودده وروستۍ دوره وي ،اوپه راتلونكيو ټاكنو كې به له ولس څخه د حيا له كبله هم ځان كانديدنكړي،اوكه ځان كانديد هم كړي نو  دده له لاسه ترپوزې راغلى ولس به دوه رايې هم ورنكړي .
خو وروستي سياسي حالات ،ددولتي ملاتړ شتون ،معاملې جوړجاړى،سازشونه ،حاتم بخشايي ګانې ،پرېمانه لګښت ،بېدرېغه ژمنې ، له مجبوريته د امريكااو دهغه د متحدينو ملاتړ ،له ټاكنو سره د پښتنو ددلچسپۍ اود ګډون دامكاناتو نشتوالى  ښيي چې پياوړى اټكل دادى چې د راتلونكيوپنځوكالو لپاره به هم دبخت اوتاج اوتخت مرغه دښاغلي كرزي پرسر كښېني،اوپنځه كاله نوربه هم افغان ولس اوپه ځانګړي ډول پښتانه دجبر اوستم  پدې ميچن كې ميده ميده كېږي.
اوس چې د افغان ولس پركرونده ددې آفت نزول يقين ته نږدى  شوى نو دده له اجرائاتو ،كاري ډلې ،ژمنو،جوړجاړيو،دكمپاين له څهرو،اته كلنې  كاري سابقې   دده د راتلونكې پنځه كلنې دورې سياسي اواداري نشكيلاتي جوړښت داسې پېش بيني كېدلى شي :
۱- :دښاغلي كرزي دحكومت د ادوره به ترپخوا هم ډېره كمزورې او دى به ډېر بېواكه وي ټول واك او اختيار به  له جنګسالارانو سره وي ،دى به د هغوى په مخ كې هېڅ هم نشي ويلى ځكه چې دده بريا به هغوى دخپلو   مرستو مرهونه اودى به خپل ممنون بولي ،كه هغوى پر دې ولس  هرډول چپه مېچن چلوي نو دى به اړوي چې هر فشار  ته يې غاړه كېږدي.
۲ __ ددولتي او شخصي ځمكود غصب مافيا به ډېره ځواكمنه شي دكابينې يوه غړي پخوا  ويلي دي چې اوس هم هره ورځ په منځنۍ كچه زرجريبه ځمكه دزورواكو لخوا غصبېږي اوس چې دامافياواكمنه شي نو هرومرو ده چې داكچه به  هم لوړه  شي.
۳-  دنشه ييزو كر او قاچاق به ډېراو افغانستان به له دې پلوه نور هم نوم بدى شي، درسمي احصايو له مخې په ۱۳۸۰ هجري لمريز  يادطالبانو دسقوط په كال  په  افغانستان كې ټول ۱۷۰ ټنه ترياك توليد شوي وو  خو په ۱۳۸۸كال داكچه۸۵۰۰ټنو ته لوړه شوه اوښايي  پنځه كاله وروسته داكچه ۱۷۰۰۰ټنو ته ورسېږي، ځكه چې كرزى صاحب دنشه ييزوله سوداګروسره دوستي پالي چې ښه بېلګه يې دخپل كمپاين لپاره له زندان څخه  دنشه ييزو د۵تنوقاچاقبرو خوشې كول دي.
۴-- ،دجنسي تېريو او دانساني قاچاق او اختطاف مافيا به څوربه اوحاكمه وي ،ځكه چې له دوى ټولو سره ائتلاف شوى او شرايط يې منل شوي دي .
۵ __ په حكومتي تشكيلاتواوكابينه كې به ډېره برخه دجنګسالارانووي  ،له لوېديځ څخه راغلي تكنوكراتان به يا د مالګې په همدې غر كې مالګه ګرځي او يا به تېښتي ته  اړوېستل كېږي .
۶- اداري او سياسي فساد، بيروكراسي كارماتونه ، پر ضوابطو دروابطولومړيتوب به اوج ته ورسېږي . ځكه چې له كمزوري او ائتلافي حكومت سره داپديدې تړلې دي .
۷ __ ښايي دوزارتونوشمېرله دېرشو،دولاياتو له څلوېښتواو دمشاور وزيرانوشمېر له دوه سوه هم  واوړي ،ځكه چې كرزي صاحب آن له هغه كمزوري ګوندسره هم  كم تركمه د پنځو وزارتونو ژمنه كړې ،اواړدى چې هغوى وپالي اوخوښ يې وساتي نو كه د بين المللي شرم او توهين له كبله  دوزارتونو شمېره سلوته لوړولى نشي نو دمشاورو وزيرانو شمېرخود خپلې خوښې تركچې لوړولى شي.
۸_ دده كابينې ډېر غړي به دده دكمپاين له ملګرو وي ،ترڅنګ به يې    ورته ولايتونه اوسفارتونه  هم وركوي.
۹_ په بهر كې به مو پاسپورت اهميت ونلري ،ځكه چې ډېر سفيران به مو داوس په شان نالوستي او له فرهنګ څخه لېرې وي له څوخودغرضه هېوادوپرته نوره نړۍ به مو حكومت د جنګي مجرمينو ،دبشر د حقوقودماتوونكيواو جنايت كاروحكومت بولي ،په هر هوايي ډګركې به راته په برندو برندو كتل كېږي اوسخته تالاشي به موكېږي .
۱۰_ بيارغونه ،دولس خدمت اود هېواد د پرمختګ فكر به نور هم كمزورى او  هېواد او هېوادوالوته اخلاص او صداقت به د مرغۍ شيدې شي.
۱۱__كه احياناً ولسمشر كرزى په ناخبرۍ كې كوم وړ او هېواد ته مخلص داسې  شخص چې له غلوسره د جوال خوله ونه نيسي وګوماري ،نو دپخواپه څېركله چې كرزى كوم سفرته لاړشي ،د هغه دمرستيالانولخوابه ګوښه اوپرځاى به يې د هغوى دخوښې شخص ګومارل كېږي.
۱۲__ پښتانه به لاهم درپه دره شي ،په حاكميت كې به محكوم وي،آن دولسمشردمرستيالانو لخوابه هم بهرنيو پوځونوته د پښتنو سيمې دترهګرۍ هډې او پښتانه تر هګرمعرفي كېږي ،اووژل كېږي به ،پدې سيموكې معارف ،بيارغاونه ،داقتصادښه والى خوپرېږده.
 پرپولې دواړو خواوو ته  پرتو پښتنوبه دجينوسايډ دپروژې دپليتابه لپاره  لاهم لاره هواره شي.
۱۳__ شمال ته له راستنېدونكيوټولوپښتنوسره به په ډاډه زړه دخواجه بهاءالدين دپښتنوپه څېرچلندكېږي ،ځكه غليمان لاهم تشجيع او پوه شول چې دپوښتنې يې څوك نشته ده ،  له شمال څخه به نور هم پښتانه كندهار ،كابل اوهلمند ته راكډه شي . 
۱۴__ دكرزي صاحب له ژمنې سره سم به په حكومت كې شل په سلوكې ونډه خليلي اوپنځلس په سلوكې محقق ته وركول كېږي .
۱۵_پنجاب ،بهسود،جاغوري ، اجرستان اوپاميربه ددېرش زره تنو نفوس او دوه زره كيلو متره مربع مساحت په لرلوولايتونه شي ،خو شينواري ،شينډنډ،برمل او زرمل به دپنځوسووزرو)پنځولكو
) تنو نفوس او پنځوس زره كيلو متره مربع مساحت په لرلو ولسوالۍ وي ۱۶_پدې خاطر چې دباميانو ،دايكندي اوپنجشېرډېرې علاقه دارۍ به هم ولسوالۍ شي،ښايي دولسواليوشمېر له ۳۶۴څخه ۴۰۰ته لوړشي.
۱۷__ دپنجاب ،بهسود،جاغوريو، اجرستان اوپاميرولاياتوپه جوړېدوبه په ولسي جرګې كې دې ولاياتو دبرخې غړيوپه ډېرښت  سره دولسي جرګې دغړيوشمېرله ۲۵۰څخه ۳۰۰اودهېوادمصرفي بوديجه به له درې ميليارده ډالروڅخه څلورميليارده ډالروته لوړه شي.
۱۸__ په پښتون مېشتوسيموكې به هم په محكموكې دجعفري مذهب له مخې پرېكړې دود اومتعه نكاح (صېغه ) اومسياربه په ټول افغانستان كې رواج شي.
۱۹__ ايراني ،تركي، هندي اوتاجكي  كلتوري يرغل ته به لازمينه برابره شي.
 ۲۰__ كه احياناً دكوم فوق العاده اړتيايا فشار له مخې بهرنيان ووتل نودمړي  نڅا،پرسرونو دمېخ ټك وهلو.....ته به زمينه برابره شي
۲۱__ستمي كړۍ به دحكومتي امكاناتو په كارولو سره ځانونه ښه ځواكمن ،شتمن متحداو دعلم په ګاڼه  سمبال كړي او بل ځل ټآكنې به په نره وګټي.
 ۲۲__ په حكومت كې دپښتنو دونډې دكمښت اوله دوى سره دمورمېرې دسلوك له امله به هغوى له حكومت څخه نهيلي اولېرې شي،له حكومت سره به مرستې نه كوي ،اوپه هېواد كې به  دجنګ اوجګړواورته نور هم لمن ووهل شي.
۲۳ __ كرزى به ډېره هڅه وكړي چې دبل ځان كانديدولولپاره داساسي قانون ځينې مواد دځان په ګټه بدل كړي ،خو جمعيت ،نظارشورا،پدراميان اونورافغانستانيان به هم دحكومت له امكاناتو څخه په ګټه اخستنې ډېر پياوړي شوي وي.هغوى به هڅه كوي چې اساسي قانون دځان په ګټه بدل كړي ،اودرياستي نظام بېخ وباسي.
۲۴ __ ميډيا اومطبوعات به تش په نوم ازادوي ،دبيان ازادي به په رښتياهم ((مفته       كيسه))وي،دجنګسالارانو پرضديوه كلمه ليكل به هم ځان وژنه وي ،دخودسانسورۍ كلتور به دودشي.