مجاهد: د چین په شمول له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مجاهد: د چین په شمول له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو


  • 2 کاله دمخه (12/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 979

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چین د افغانستان یو مهم ګاونډی هېواد دی او له دې هېواد سره ښې اړیکې درلودل د دوی لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي نن د عدلیې وزارت د ساختماني پروژو د افتتاح او بنسټ ډبرې کېښودو په غونډه کې ویلي، چې دوی له چین سره د ښو او قوي روابطو غوښتونکي دي. د نوموړي په خبره، امارت د چین په شمول له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړو ښو اړیکو پاللو ته لیواله دی.

ښاغلي مجاهد ویلي: موږ هیله لرو چې سرمایه داران په ځانګړي ډول چینایي پانګه‌وال دلته پانګونه وکړي، چې اسلامي امارت به یې د امنیت د تامین په برخه کې جدي توجه کوي.

هغه دغه راز ټینګار کړی چې نه غواړو د بل چا په داخلي چارو کې مداخله ولري، ځکه خو نورو ته هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو مسائلو کې مداخله وکړي.

په دې غونډه کې د چین سفیر بیا ویلي، افغانستان اوسنۍ حساسه مقطع کې د واقعی استقلال د تحقق په موخه هلې ځلې کوي او چین به دغې موخې ته درسیدو په هدف د افغانستان حمایت کوي.