مک کینزي: افغانستان کې د داعش ډله په پیاوړې کېدو ده

مک کینزي: افغانستان کې د داعش ډله په پیاوړې کېدو ده


  • 3 کاله دمخه (12/12/2021)
  • عارف سمیر
  • 998

سمسور(یکشنبه د لېندۍ ۲۱) امریکا د مرکزي قومنداني قوماندان کېنټ مک کېنزي له اسوشیټیډ پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو بهرني وسله‌ وال ور مات شوي او اندېښنه یې ښودلې چې القاعده شبکه به په دې هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

 

د مک کېنزي په خبره، القاعده په افغانستان کې خپل شتون او پیاوړتیا ورځ تر بلې زیاتوي او پراخوي یې. ترهګر د افغانستان له پولو دغه هېواد ته ننوځي او دا کار په معمول ډول دوام لري.

 

په ورته مهال بیا د ا فغاستان اسلامي امارات دا ادعاوې ردوي او زیاتوي،چې د افغانستان ټول سرحدات د امارت ځواکونو ترجدي څار لاندې خوندي دي.

سمسورپریس