افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ بایډن: هره اوونۍ مو ۳۰۰ میلیونه ډالره مصرفول

افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ بایډن: هره اوونۍ مو ۳۰۰ میلیونه ډالره مصرفول


  • 3 کاله دمخه (13/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1062

د امریکا ولسمشر وایي، چې دوی په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې هره اوونۍ ۳۰۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي. 

جوبایډن د نیوکو په ځواب کې یو ځل بیا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده.

نوموړي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، چې دی له لومړیو په افغانستان کې د امریکا د جګړې مخالف و.

د امریکا پوځ‌ د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان خپل ټول سرتېري و ایستل.‌

د یادونې ده چې امریکا د دوحې تړون له مخې له افغانستان د پوځيانو د ایستلو پرېکړه کړې وه،‌ او دا تړون د ولسمشر ټرمپ په واکمنۍ کې لاسلیک شو او دی یې ملاتړی و.‌