امریکایی سناتور: د پاکستان دوه مخي‌توب په افغانستان کې امریکا ماته کړه

امریکایی سناتور: د پاکستان دوه مخي‌توب په افغانستان کې امریکا ماته کړه


  • 3 کاله دمخه (15/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1081

د امریکا د نیوجرسي ایالت ډیموکرات سناتور، رابرت منندز وایي، د افغانستان په مسئله کې د پاکستان دوه ګونې معامله ددې لامل شوه، چې په دې هېواد کې د امریکا ماموریت ماته وخوري.  

هغه د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په ناسته کې په پاکستان، هند او جرمني د سفیرانو په نوماندولو کې، پاکستانیان په دوه مخي تورن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان د ویناوو پر خلاف، دغه هېواد د طالبانو امن پټنځای و او دغه ملاتړ آن د امریکایي سرتېرو د وژلو لامل هم شو.

د منندز په خبره، امریکا باید په راروانه لاره کې له پاکستان سره په جدي توګه خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم امریکایي رسنیو په افغانستان کې د امریکا د ماتې خوړولو اصلي لامل د پاکستان دوه ګونی چلند بللی و.