کرزی: طالبانو سره مو هوکړه کوله؛ خو غني معادله ورانه کړه

کرزی: طالبانو سره مو هوکړه کوله؛ خو غني معادله ورانه کړه


  • 3 کاله دمخه (15/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 935

د هېواد پخوانی ولسمشر وايي، طالبان کابل ته نه دننه کېدل؛ خو هغوی د اشرف غني په وتلو سره کابل ته د ننوتلو لپاره وبلل شول. حامد کرزي له اسوشیټېډپرس خبري ارژانس سره په مرکه کې ویلي، چې ټاکل شوې وه، د کابل د سقوط پر مازدیګر یا سبا قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره د قدرت پر انتقال خبرې وکړي؛ خو د هغه په وینا، اشرف غني دا معادله ورانه کړه.  

ښاغلي کرزي دغه‌راز ویلي، د غني په پاتې کېدو سره د قدرت سوله ییز لېږد لپاره توافق شوی او دوی د کابل تر سقوط یوه ورځ مخکې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي وو.

کرزي له طالبانو سره د نړۍ تعامل غوښتی، خو په خبره یې، مېرمنې باید زده کړو او ادارو ته پرېښوول شي او نجونې هم باید زده کړې وکړي. 

که څه هم طالب ځواکونو ویلي و، چې د قدرت تر لېږد پورې کابل ته نه ننوځي؛ خو له هېواده د غني او ملګرو وتل يې د دې سبب شول، چې دا ډله په کابل کې د چورتالان د مخنیوي په موخه پلازمېنې ته ننوځي.