حمدالله محب: وزارتونه خالي شوي وو؛ طالبانو موافقه نه کوله؛ نو ځکه مونږ هم کابل پرېښود

حمدالله محب: وزارتونه خالي شوي وو؛ طالبانو موافقه نه کوله؛ نو ځکه مونږ هم کابل پرېښود


  • 2 کاله دمخه (16/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1161

د جمهوریت تر ړنګېدو ۴ میاشتې وروسته، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي، چې خلک وارخطا و، وزارتونه خالي و او طالبانو غوښتل په زور کابل ونیسي؛ نو ځکه مونږ هم لاړو

د نوموړي په خبره"خلکو له ارګ نه د وتلو هڅې شروع کړلې. دباندې د وزارتونو احوال چې موږ اخیستلو هغوی هم عین حالت کې وو، خو ولې موږ فکر کولو چې بیا هم فرصت شته. دا وارخطایانې به وي، ولې قوتونه به د خپل ځان او د کابل د امنیت ساتلو لپاره کار وکړای شي. ترڅنګ د دې د طالبانو وعده هم دا وه چې دوی کابل ته نه‌داخلېږي او کابل کې نه‌غواړي چې جنګ وکړي."

د محب په وینا هغه ورځ چې افغان حکومت سقوط وکړ، ټاکل شوې وه یو پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته لاړ شي، خو طالبانو تر وروستۍ شېبې ورسره د خبرو ژمنه نه‌وه کړې.

د ده په خبره هغوی هېڅ ډول موافقه نه‌کوله او غوښتل‌یې په زور واک په لاس کې واخلي.

باید یاده شي، چې دا لومړی ځل دی، چې د جمهوریت تر سقوط وروسته د ولسمشر غني د ټیم خلک له رسنیو سره مرکه کوي.