نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وټاکل شو

نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وټاکل شو


  • 3 کاله دمخه (17/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1307

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ اعلان وکړ، چې نصیر احمد فایق په دغه سازمان کې د افغانستان د  دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی. 

په دې توګه به ښاغلی فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ چارې پر غاړه ولري. 

د ویلو ده، چې تر دې مخکې غلام محمد اسحاق زي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ چارو پر مخ وړې.

تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې وه، چې طالبانو ته به د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ورنه کړي، هغه څه، چې د طالبانو له غبرګون سره هم مخ شو.  

طالبانو هغه وخت د ملګرو ملتونو یاده پرېکړه ناعادلانه بللې وه او ویلي وو، چې د افغانستان څوکۍ باید د طالبانو د حکومت استازي، سهیل شاهین ته ورکړل شي.