زه ساده كليوال، د چازده چې له چاسره به مخ كېدم خو داورځ هغه دچاخبره ډيرلكس، شيك او دبازار په غاښ برابر وم. نو كليوال خو څه چې ښاريانو هم راته دښاري په سترګه كتل، ملامت هم نه وه خوران،ماهم nډېموكراسۍ اوريدلي وه، دپلار او نيكه دوديزې درنې جامې مې تر شاكړې وې، ډيرې عصري جامې مې پر تن وې، خو ډيره دخواشينۍ خبره داوه چې زه دښار په مروجه ژبه او كوڅو كې نه وم بلد، لكه څرنګه چې زه دښاريانو په شان مالومېدم نو چانه به مې دكوم ځاى پوښتنه وكړه داسې ورته مالومېده لكه چې ملنډې ورباندې وهم، خو نه - ما دا كار نه كاوه په خيال كې مې هم نه وه چې زه دې د چا دخواشينۍ لامل شم. البته چې دغه ملنډې وهل په خپله مقابل لوري كموي خلكو ته يې كم ښكاره كوي، خو نه زه كليوال او ساده انسان په دې خبرو دومره نه پوهېدم چې كومه خبره په چاښه او كومه په چا تروه لږيږي.
هوكې: زموږ كور نوى ښارته راغلى وه او له چاسره مو دومره راكړه وركړه هم نه وه، هسې هم په ښار كې داسې خلكو ته مالومېده چې كليوال په څه نه پوهېږي البته چې له يوه ځايه همداسې هم وه، خو نه هغوي لږ څه زياتى كاوه، دومره چې كليوال ته به يې دډار اچوونكي او حتي دواكمن رژيم دمخالفوپه سترګه كتل خو دا خواران كليوال ښاريان سره له دې چې په دې پوهېدل بيابه يې هم هڅه كوله چې دغه خبرې او كړنې ناليدې ونيسي. ښايي چې بله چاره به يې نه لرله، يابه ماته داسې ښكاريده.
خير زموږ كور دښار په ترټولو عصري او پرمختللي ځاى كې وه، او هغه چې موږ يې په ګاونډ كې ژوند كاوه د ژوند له خوځښت سره همغاړى روان وه او دې كاروان ته يې اجازه نه وركوله چې تر وړاندې ولاړ شي.
يوه ورځ مې دموټر كېليانې راوخيستې او ومې غوښتل چې په ښار كې وګرزم لږ څه ځان بلد كړم د خلكو له ژونده له خوي او عادت سره به اشنا شم. خبره لنډه له كوره راووتم د واټ په لمرۍ لور لارې كې ترافيك ودرولم او مخكې له دې چې بله خبره راته وكړي پرمايې امر وكړ چې (گوشه كو موتريته) ماهم موټر په يوه ګوښه كې ودراوه او له موټره را كوز شوم ترافيك بې له ځنډه راباندې غږ وكړ چې (خيرت است بالاشو دموترت ادم بي عقل) زه يې په نور څه ونه پوهيدم چې دې جناب څه مهرباني وكړه خو دغه وروستي ټكۍ يې چې ويې ويل بې عقل په دې مې سر خلاص شو. بده هم راباندې ډيره ولږيده خوله ناچارۍ مې پرې باك رانه وړ،او ورته مې وويل: جنابه ماڅه كړي او تا ولې په دومره كسانو كې يوازې زه ودرولم خيرت دى؟
هغه له شا ځواب راكړ (خيرت اس دموترت بالاشو) بيايې راته اشاره وكړه چې موټرته پورته شه، مامې موټر ته وكتل څه خاصه خبره نه وه موټر ته له پورته كېدو سره سم ده دموتر بله دروازه دربوله او راته يې اشاره وكړه چې مانا دروازه خلاصه ور مې ورته خلاص نكړ، نه پوهيدم چې داجناب څه راته وايي خولاچپ وم. ده بياخپل امرانه اواز پورته كړ ( . . . ) په ډير زور مې موټر ته حركت وركړ او له همېشني عادت سره سم په ډير لږ واټن كې دموټردكيلومترتېرشوم اوستن له اتياوو واوښته،دحركت په حال كې مې ترافيك صاحب ته وويل چې خيرت دى، هغه چې له غوسې شين وه او مايې له اصلي ځايه ډير ليري وړي وه، ډير په غوسه وه او راته يې وويل (اهسته رفته نمې تاني) ماچې سړى وليده چې د ډار وروستي پړاوته رسيدلى ورته ومې ويل چې ګرانه،ترافيك صاحبه په منډه كښته او نور څه مه وايه له دې خبرې هغه دموټر اشترنګ ته لاس را اوږد كړ او ماته يې وويل چې ( موتره كنترول وگوشه شو) ماچې بله چاره نه لرله موټر مې ګوښه كړ او له دې نه مې بيا وپوښتل چې خيرت دې، لكه څنګه چې دې خواركي ډير له حده زيات او تر وروستۍ كچې بېرېدلى وه راته يې وويل چې ( توتنهادرين شهراستي ياديگراهم اس) ما ورته وويل چې كه نور ووايې خوهمدلته په دې ښاركې له نورڅوك نشته، داناځوان دومره په غوسه شوچې له قهره شين شين كېده اوبيايې راته وويل (تو اي مردمې كه درشهراس چې فكرمې كني ګوخرويا... تواي تيپي موتريته متوجه شدي) له دې سره پوه شوم چې خبره په وريروهلي ټيپ كې ده په ريښتياهم چې ډيرلوړاواز ترې پورته كېده (( هرڅه بېرته راشي خوځواني په بېرته نه راځي – ختمه چې يوځل شي زنده ګي په بېرته نه راځي ...)) ژرمې ټيپ ټيټ كړاو ورځينې مې بښنه وغوښته هغه وويل (اتونمې شه مه برت يكهزار پارچه يې جريمه مېتم كه عقلت به سرت بيايه) ما ژرورته له جيبه زرګون راويست او ورته مې وويل چې خبره دپيسو دى اوله به دې ويلې وه،هغه راته وويل (مره گدايگرفكركردي احمق پست له پست نه مې هم دومره بدرانغله خوله خبرې سره يې يوه بله هم يوځاى كره چې (اوفغان بي تمېز) لكه چې دده زرګون په لاس كې وه اونورنوماځان په هغه باندې خلاص باله دموټرورمې پرانيست اوداسې ګذار مې وركړچې د دوو زرو په نخسه هم جوړ نه شي او داسې ګړندي وړاړم چې په دور بين كې مې هم ونه ويني.
نابلده ښاركې چېرته او چاته پناه يوسم خو روان وم، يوه ځاى ته ورسيدم چې د نجونونو او هلكانو لږ څه زياته ګڼه ګوڼه وه، ورنږدې شوم ومې ليدل چې چاپه څنګ كې دوسيه كتابونه او چاسره هم كتابچې دي. ښه زړه ور ورغلم هسې هم زماتل ګړندي ډريوري كوله خو نن مې له هرې بلې ورځې ګړندى تګ كاوه. چې دې ټولنې ته ورنژدې شوم په لومړيوكې ټولو راته حيران حيران كتل،خووروسته يوه نيم سربلې خواته وخوځاوه، او مخونه يې واړول، ماموترله لارې ګوښه كړ،اوله موټره ښكته شوم اول مې ښه شخي وايسته اواوږده ساه مې واخيسته،او له دې وروسته په دې لټه كې شوم چې په دې پوه شم چې دا كوم ځاى دى، ماله اتم ټولګي پورې لوست كړى وه اولاهم زده كوونكى وم خو دكلي ښوونځى داسې وه چې يو صنف كېداى شواى چې په دريو كلونوكې دې هم ويلى واى. مانا داچې زماسن اوسال پوره دپوهنتون وه، اوچې كله له موټره ښكته شوم نو ولاړو نجونو او هلكانو راباندې د زده كړيال خيال وكړ نو ځكه يې بيرته مخونه واړول كنه خداى زده چې دوي به راسره څه كړي واى، لكه څرنګه چې ما هم له مروجې ډېموكراسۍ نه پوره برخه كړې وه نو زما په ځان هم دريشي وه، نو كه به چا د زده كړيال ګومان هم نه راباندې كاوه دريشي مې ويلې چې لوستى دى ځكه چې په ښار كې نا لوستى كسان دومره عصري جاموكې نه ګرځيدل. موټرته مې وكتل ډير راته خيرن مالوم شو، فكر مې وكړ چې ډارپسې اخيستى يې البته چې سم به يې نه وينې سترګې مې ومښلې خو سترګومې له اوله اشتباه نه وه كړې موټرمې سم خيرن او په دړوككړ،پكړ شوى وه، خداى زده چې مابه نور څومره كسان خيرن كړي وه،خو دهغوي په اره مې انديښنه نه كوله. اودم ګړي بيرته دكورته دتلو دلارې په لټه پسې ګرځېدم.
دې ټولنې ته چې له ليرې يې دليدو له امله دلته راغلى وم ورنږدې شوم ټولوداسې وښوده چې په مونږكې به كوم يو پيژني اويوبل ته په كتوشول. خونه په هغوي كې يو هم نه پيژانده لكه څرنګه چې مانه هلكان لږڅه ليرې او نجونې رانږدې وې نوماله يوې نجلۍ نه وپوښتل چې داكوم ځاى دى هغې داسې راته وكتل لكه چې انسان يې نوي ليدلى. سرترپايه يې څو وارې له سترګوتېركړم اوبيايې په ډيرغروربلې خواته وكتل، ماترې بياځلي وپوښتل: وبښۍ خوركۍ داكوم ځاى ديى ؟ هغې لكه چې ما وروسره هركله داسې كړي وي بيايې راوكتل او بيايې راته سرترپښو وكتل خوداځل يې دسترګو اشاري هم له كتوسره مل وي، داځل چې دې بلې خواته وكتل نو ماخپل ځواب تر لاسه كړ او پوه شوم چې نه غواړي څه ووايي، سرمې وخوځاوه او بيرته ترې رهي شوم زماچې دې ټولنې ته شاه شوه نو دوي په خپلو كې سره ويلې چې (اينه طريقه ى نوګپ زدن) زه دومره روان په فارسي نه پوهيدم خوچې چابه څه ويل نوپري پوهيدمه، اوپه دې خبره يې ما فكر وكړ چې دې خپلې چپې خولې ته دخبرو كوم ډول وركړ ما مخ ور واړاوه او ور زياته مې كړه چې په دغه طريقه خو زه ولاكه پوه شوى يم. يوه بله چې هغه هم په همدې ټولنه كې ولاړه وه، زما دخبرې له خلاصېدو سره يې راغبركړچې (اينه بد ماش استاد كدن موتريشه ببين وپرسان ادرسه كليش خراب اس) ما نو څه كړي واى پردۍ نجونې وې، څه به مې ورسره داوې وهلې چې ستايې زما په سرڅه. موټركې كېناستم او د موټر د منځ وروستۍ هينداره كې مې خپل سره ته ښه ځيرځيروكتل. برسيره مې په سركې هرڅه سم وه، خو دننه پكې ډير بد حال وه.
موټر مې دوات له منځه يوڅه ګوښه كړ او دواړه لاسونو كې مې سر ونيوه او په زنګون مې كېښود په دې وخت كې هغه دنجوني ټولې له خپله ځايه را بې ځايه شوې وې اوزمادخيرن موټرترمخه ولاړې وې. يوې نيمې نجلۍ به راكتل خو خو داسې يې ښكاره كوله لكه چې دكوم بل څه په لټه كې دي او زما پلو هسې له مجبوريته راګوري.
ډير فكر مې وكړ خو هيڅ لاره رانغله په دې وخت كې چې له هرې لارې مې لاس وينځلي وه، نو يوه پله ډله نجونې هم راغلې او دې ټولنې ته وردننه شوې كله چې دغه دوهم تولى پخوانۍ ټولنې ته ور دننه شوې نو يوې نجلۍ ته چې پښتنې جامې يې اغوستې وې، يوې بلې نجلۍ زما په لوري اشاره وكړه او لاس يو ورته وښوراوه زه نه پوهيدم ما فكر وكړ چې دموټرترشابه مې كوم څه وي هغه به ورته ښيې نو مخ مې ترې واړاوه.
كله چې مې بيرته دهغوي ته وروكتل نودغه ټولى ټولو خندل اوهغه نجلۍ چې لويې جامې يې وې زماپه خواډيره زړه وره را روانه وه ماويل چې لكه چې ددې حق پاتې دى دا به هم اوس څه دلول ملول وكړي لكه څرنګه چې دې زماپه لوري راكتل نوداسې يې ښوده چې زما په خوارارهي ده،كله ناكله به يې په شونډوموسكاهم ښكاره شوه،خوماچې يې د هغو نورو انسانيت ليدلي وه نو له دې نه هم دڅه هيله نه لرله،داچې كله رانژدې شوه نوددې پرځاى چې سلام وكړي راته وويل ستړى مشې، زه په لومړيوكې حيران شوم چې داڅه وينم لږ ځنډ چپ پاتې شوم خو وروسته مې ورته وويل خيريوسې خواره مسې. دې سترګې كش كړې او له ځانه سره يې وويل ((ګوډ)) او را زياته يې كړه تاسوڅه ستونزه مطلب مې څوك يا... او نوره غلې شوه خوسترګې يې زماپه لوروې او د ځواب په تمه وه ماورته وويل چې وبښۍ ماويل چې داكوم ځاى دى هغې راته ديوه خصوصي پوهنتون نوم واخيست او وويل چې دا فلانى پوهنتون او فلانۍ سيمه ده تاسوغواړي چېرته لاړ شۍ. او كه مو دلته څوك پكار وه، ما ورته چې نه زما څوك نه دي پكار خو لاره مې وركه كړې او نا بلده يم، نو په دې وخت كې زه له موټره راكوز شوى وم. هغي هم راته عجيب عجيب وكتل كاملاً دهغې بلې په شان، خو ژر يې وويل چې تاسو خوبه ټوكې نه كوۍ ما ورته وويل چې ښايي ستاسو په نظربه ټوكې ښكاري خو له ريښتيا مې لاره وركه كړې ده، او په دې كې مې دنن ټوله كېسه ورته وكړه، هغې له ډير ژور فكر نه وروسته راته لاره وښوده او ويې ويل چې په كومه سيمه كې چې تاسو اوسۍ هلته زمونږ كور هم دى. ما د دې پوښتنې ته ځواب ورنكړچې ښه دى چې ستاسو كور هم هلته دى او كه بد دى خو ورځينې مې ډيره زياته مننه وكړه او دامې ور زياته كړه چې زه به دې دا احسان تل په ياد ساتم خداى دې ستاكارنه بندوي. دې هم سم كليوال راته وويل چې غرغره ته نه ورځي انسان انسان ته ورځي كېداى شي كومه ورځ سره سروخرو ماورته وويل كېداى شي، مامې نورې خبرې رانغښتې خودې به هره پلا راته يوه نوې خبره كوله چې داډير لوى ښار دى احتياط كوه، او داسې نورې لرې او نږدې لګيا وه،چې ددې په خبرو كې دهمزولوله ټولنې نه يې يوې ورته راغږ كړه چې دخسردكورپوښتنه دې هم ترې كوې؟ خوشې يې كړه چې ځي . له دې سره دې خپل بيك ته لاس كړ. قلم اوقاغذيې راويست اودخپل تليفون شمېره اودپوهنتون اوټولګي ادرس يې وليكه اوماته يې ونيوه اودايې ورسره وويل چې كله دې ضرورت وه پرماله كومې دوه زړې ديوه نارينه غوندې حساب كولى شې. دا زما شمېره دى اونوردخداى په امان او له دې سره يې خپله سره منګله دخپلوسترګومخې ته وښوروله او راځينې ولاړه .