د اسلامي همکاریو سازمان سره هم‌مهاله؛ هند د افغانستان په اړه د  اسیايي هېوادونو غونډې کوربه دی

د اسلامي همکاریو سازمان سره هم‌مهاله؛ هند د افغانستان په اړه د اسیايي هېوادونو غونډې کوربه دی


  • 2 کاله دمخه (19/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1238

په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه له غونډې سره هممهاله په نوي ډهلي کې هم د هند او پنځو اسیايي هېوادونو ترمنځ غونډه کېږي. 

په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د بحث مهمه موضوع یې د افغانستان روان وضعیت دی. 

هندي رسنیو ویلي چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادي همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږي.

دا غوڼډې داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې پراخېدونکي بشري ناورین د سیمې سربېره نړۍ هم اندېښمنه کړې او  افغانان تر بل هر وخت لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.