ملالې یوسفزۍ د عمران خان پر خبرو غبرګون وښود

ملالې یوسفزۍ د عمران خان پر خبرو غبرګون وښود


  • 2 کاله دمخه (21/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1052

ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان پر څرګندونو غبرګون ښکاره کړ. 

ملالې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دې تقریباً خپل ټول ژوند د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو د بندیز پر خلاف په مبارزه کې له لاسه ورکړی. 

نوموړې همداراز لیکلي، په زرګونو پښتنو فعالانو چې کله د طالبانو د وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، زیات شمېر یې وژل شوي او په میلیونونو نور یې کډوال شوي دي.

د نوموړې په وینا یې، چې دوی د پښتنو استازیتوب کوي، نه د طالبانو.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې مېرمنې زده‌کړو او کار ته نه پرېښودل یوه کلتوري مسئله بللې، چې دا چاره د ګڼو سیاسونو او نورو فعالانو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شوه.