افغان ځواکونو ننګرهار کې د پاکستان د اغزن سیم مخه ونیوله

افغان ځواکونو ننګرهار کې د پاکستان د اغزن سیم مخه ونیوله


  • 3 کاله دمخه (21/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1315

افغان ځانګړو ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له‌خوا د اغزن سیم تېرولو مخنیوی کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیو ښیي، چې ‏د ا.ا ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې مرګ په پاکستان شعارونو په ورکولو سره له ډیورند کرښې د پاکستاني ځواکونو اغزن سیم ټول کړی او له ځانه سره یې وړی دی. 

ځایي سرچینې وایي، پاکستاني ځواکونو غوښتل سیمه کې د تېر په څېر اغزن سیم وغزوي؛ خو دوی ددې کار اجازه نه‌ده ورکړې.

په همدې خپرې شوې ویډیو کې ‏د ننګرهار د استخباراتو رئيس ډاکټر بشیر پاکستاني پوځیانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي:((که افغانستان طرف ته بد هم وګورئ درپسې درځم او همدلته د جنګ خط درته اچوم، قسم په الله موږ ستاسو سره جنګ ته د يهودي سره ترجنګ زیات خوشالېږو.))  

واک ته د طالبانو له رسېدو سره دا لومړی ځل دی، چې پاکستاني پوځیان یو وار بیا د پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرولو هڅه کوي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

لا هم دواړو لوریو ته چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.