برېتانیا: افغانستان په سخت وضیعت کې دی، بشري مرستې ورسره ډېروو

برېتانیا: افغانستان په سخت وضیعت کې دی، بشري مرستې ورسره ډېروو


  • 2 کاله دمخه (23/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 855

 برېټانوي ديپلومات کریسټین ترنر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې برېټانیا غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.

دده په وینا برېټانیا له افغانستان سره د ۲۸۶ میلیونه پونډه بشردوستانه مرستې اعلان کړی دی او پر دې به ۷۵ میلیونه پونډه نور هم ورزیاتوي. 

هغه زیاته کړې، چې افغانستان په یو سخت وضیعت کې دی او دوی به ورسره خپلې مرستې دوه برابره زیاتې کړي.

نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې افغانستان کې نږدې ۹۰ فیصده خلک کافي خواړه نه لري.