یونسف: کابل ته د کرونا ضد دوه میلیونه ډوزه واکسین ورسېد

یونسف: کابل ته د کرونا ضد دوه میلیونه ډوزه واکسین ورسېد


  • 2 کاله دمخه (23/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 964

سمسور پریس (پنج‌شنبه د مرغومي۲) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې دوه میلیونه ډوزه «جانسن او جانسن» واکسین د امریکا، اتریش او ایټالیا د بشردوستانه مرستو په بهیر کې کابل ته رارسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په یو لړ ټوېټونو کې کابل ته د کوویډ – ۱۹ واکسین د رارسېدو خبره کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ – ۱۹ د نوې اومیکرون بڼې د خپرېدا خبرداری هم ورکړی او له لوېديځو هېوادونو يې غوښتي، چې د کریسمس جشن ځینې نمانځنې جوړې نه کړي.