ملګري ملتونه: له افغانستان سره ۸ ملیارده ډالره مرسته کوو

ملګري ملتونه: له افغانستان سره ۸ ملیارده ډالره مرسته کوو


  • 2 کاله دمخه (24/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1013

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې لپاره د ۸ ملیاردو ډالرو بودیجې د چمتو کولو پلان لري. 

ملګري ملتونه راروان کال لپاره په افغانستان کې د خدماتو د وړاندې کولو او مرستې په موخه د ۸ ملیارده ډالرو د بودیجې پر پلان کار کوي.

د دې پلان له مخې په ښوونځیو کې د ماشومانو د سالمو خوړو، د کار روزګار پيدا کول، ګاونډویو ته د افغانستان د برېښنا پور تادیه او د حکومتولۍ سیسټم بیارغونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الکباروف ویلي، چې افغانان هيلې ته اړتیا لري. 

هغه ټینګار کړی، دوی نه غواړي په افغانستان کې په یوه بدیل دولت واوړي، خو دغه بنسټ ته د سیسټمونو ملاتړ مهم دی، نه د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول.

د راپور پر اساس، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد نږدې څلوېښت سلنه لوېدلی دی.