حامد کرزی: نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي

حامد کرزی: نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي


  • 3 کاله دمخه (24/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1025

سمسور پریس (جمعه د مرغومي۲) د افغانستان پخواني ولسمشر د طالبانو له حکومت سره د نړیوالو پر تعامل ټینګار کړی دی. 

حامد کرزی همداراز له سي‌ان‌ان سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د پراخې لوږې او بشري ناورین مخنیوي لپاره دې نړیوال له طالبانو سره خپل تعاملات جاري وساتي. 

هغه په خپله مرکه کې زیاته کړې، چې په تېر کې ټولو ښکېلو لوریو په افغانستان کې ظلمونه کړي؛ خو اوس ددې وخت دی، چې طالبان د یو واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره سمدستي تعامل وکړي.

حامد کرزی داسې مهال له طالبانو سره د نړۍ پر تعامل ټینګار کوي، چې واک د طالبانو له رسېدو سره سم، په افغانستان کې بشري ناورین د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پر زیاتېدو دی. 

ښاغلي کرزي ویلي، چې نړۍ دې هر څه ژر له افغانانو سره اړینې مرستې په لومړیتوب کې ونیسي، څو د میلیونونو کسانو ژوند وژغورل شي.