چین: نړیواله ټولنه دې له افغانانو مرسته زیاته کړي، کنګل سرمایه دې هم ازاده شي

چین: نړیواله ټولنه دې له افغانانو مرسته زیاته کړي، کنګل سرمایه دې هم ازاده شي


  • 3 کاله دمخه (24/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1078

سمسور پریس (جمعه د مرغومي۳) چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په ملاتړ، له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژایو لیجیان وایي، دوی باوري دي، چې له افغانستان سره بشري مرستې به پرېکړه لیک نه نقضوي او دا مرستې باید په هېڅ شرایطو کې مشروطې یا سیاسي نه شي.

هغه همداراز ویلي، چې دوی د افغانستان د دوست هېواد په توګه بشري وضعیت له نژدې څاري او له دې هېواد سره مرسته کوي، چې له بېلابېلو لارو یې اقتصادي بېرته وغوړوي . 

هغه د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په اشارې ویلي، امریکا او د ناټو ځینې غړي د افغانستان د ناورین مسوول دي.  

د نوموړي په وینا، دغه هېوادونه باید په بېړنۍ توګه د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا وړاندیز شوی  پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له مخې يې افغانستان ته مرستې په اسانه رارسېدلی شي.