زما په اند دا یواځې زموږ ستونزه نه ده، بلکې ډېری اسلامي هېوادونه له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.
زموږ ټولنه معمولا دری ډوله ملایان لري:
لومړۍ ډله هغه ملایان دي چې په دین نه پوهېږي، یواځې د لمانځه، اوداسه او زکات اړوند څه مسائل یې زده کړي وي، ظاهري بڼه یې دیني علماوو ته ورته وي، خو په حقیقت کې دیني عالم نه وي.
داسې ملایان په ټولنه کې تر ډېره بریده په امامت پسې زور لګوي، د ژوند او معیشت دروازه یې په زکاتونو او خیراتونه خلاصه وي، ټولي هغه لارې چارې یې زده کړي وي چې څنګه په یوه کلي کې امامت وکړي او خلک خوښ وساتي چې له امامته یا د مسجد له ملایې یې و نه باسي.
دغه ډله ملایان زموږ په ټولنه کې ډېر دي، بلکې زموږ د دیني زده کړو ادرسونه بلل کېږي، خو له دیني پلوه د ټولني په سمون او رغون کې هیڅ مثبت اغېز نه لري، بلکې منفي اغیز یې دا دی چې عام خلک د دین په نامه بې لارې کوي او ټولنې ته د دین په نامه خرافات تزریقوي.
د دې ډلې لومړیتوبونه، اندونه او باورنه دا دي چې: مسجد ته به له پټکي سره راځې، هلکه لوڅ سر به نه ګرځي، مکتب انګریزانو جوړ کړی، پتلون اغوستل او نکټایې ټړل کفر دی، دا دنیا زموږ لپاره بندیخانه ده، کفارو هر څه له موږ زده کړي، اسلام یواځې په افغانستان کې پاتې دی، که په غزني کې يو زيارت زيات وای کعبه شريفه به دلته وه، نور خلک تش په نامه مسلمانان دي، د ښځو تعلیم په اسلام کې نه شته، نړۍ د غوایې په ښکر ولاړه ده، که چا وویل چې سپوږمۍ ته څوک ختلي وچ کافر دی، او
اسمان ته لار د ختو نه شته
لیلا و مجنون په عاشقۍ ختلي دینه...
په دغسې خلکو د دین د تقدس پرده پرته وي، عام خلک د دیني عالم په سترګه ورته ګوري، درنښت یې کوي او هره خبره یې د کاڼې کرښه بولي، خو دوی نه له دینه خبر وي او نه له سادینه، ټولنه د پرمختګ پر ځای پر شا ټیل وهي او د دین په نامه خرافات ور زده کوي.
دوه یمه ډله هغه ملایان دي چې دیني زده کړي یې کړي او په دین پوهېږي، خو ستونزه یې دا ده چې په ټولنه کې د دین په تطبیق نه پوهېږي، لومړیتوبونه نه پیژني، په ډېرو عادي مسائلو د ولس تر منځ اختلافات جوړ کړي ولس سره وویشي، د مثال په ډول په لمانځه کې د سورة فاتحي له لوستلو وروسته (آمین) په پټه ویل یا ښکاره ویل، له لمانځه وروسته دوعا کول یا نه کول... په داسې حال کې چې که له سره په ټول لمانځه کې (آمین) ونه ویل شي او یا له لمانځه وروسته دوعا و نه شي لمونځ نه فاسدېږي.
کله بیا داسې وي چې د تدرج اصل په نظر کې نه نیسي او په ټولنه کې ټول دیني مسائل په یوځل تطبیقوي او د تطبیق لپاره هیڅ زمینه سازي نه کوي، له دې ډلې ملایانو دین زده کېږي، خو په تطبیق کې دې یې خدای پاک په مخه نه درولي.
دوی هم په ټولنه کې ستونزې زیږوي، دیني نصوص په مطلق ډول له معقولیت پرته تطبیقوي، د دې پر ځای چې د ټولنې د پرمختګ لامل شي، ټولنه د بېلوالي په رنځ اخته کوي، ولس د اتفاق او یوالي پر ځای سره ویشي او کرکه رامنځ ته کوي.
درې یمه ډله هغه ملایان دي چې هم په دین پوهېږي او هم یې په تطبیق پوهېږي، هم معقولیت لري او هم د دین په تطبیق کې د تدرج اصل او لومړیتوبونه په پام کې نیسي، هم ټولنه پېژني او هم د ټولنې په نبض پوهېږي...
له بده بخته چې د غسې علماء زمو په ټولنه کې د ګوتو په شمار دي، لکه په خوړو کې مالګه، ډېر لیږ پیدا کېږي او موثریت یې په ټولنه کې ځکه په هیڅ شمار دی چې تر بل هر چا له مخه دا نورو دوو ډلو ملایانو د دوی مخه ډب کړي ده.