برېتانیا زرګونه نور افغانان خپل هېواد ته ور غواړي

برېتانیا زرګونه نور افغانان خپل هېواد ته ور غواړي


  • 3 کاله دمخه (24/12/2021)
  • سمسور پرس
  • 921

سمسور(جومه د مرغومي۳) د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی غواړي د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت څخه د افغان کډوالو د وتلو بهیر پیل کړي.

د سرچینې په خبره، هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له بریتانیې سره همکاري کړې، د ډیموکراسۍ، میرمنو د حقونو، بیان آزادۍ او د قانون د حاکمیت دفاع یې کړې او د میرمنو او نجونو په شان هغه کسان چې په شدیده توګه د خطر سره مخ دي او د اقلیتونو ډلې او کورنیو ته یې په دې پروګرام کې لومړیتوب ورکول کیږي. 

د مالوماتو په اساس، له یادو کسانو به هم د نورو هغو په څېر جدي پلټنې کېږي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ګڼو هېوادونو له افغانستان څخه خلک ویستلي او تازه جرمني هم اعلان کړی، چې د تخلیې ماموریت به چټکوي.

سمسورپریس