داعش په کابل کې د پاسپورټ پر ریاست د برید مسؤولیت ومانه

داعش په کابل کې د پاسپورټ پر ریاست د برید مسؤولیت ومانه


  • 3 کاله دمخه (26/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1227

سمسور پریس (یک‌شببه د مرغومي۴) د داعش ډلې د خپل تلګرام په کانال کې د یو بیان په خپرولو سره په کابل کې د پاسپورت په ریاست د پنجشنبې د ورځې د چاودنې مسولیت منلی دی. 

په‌داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې د کابل د پاسپورت په ریاست باندې یې د یو ځانمرګي برید مخه نیولې ده. 

د دې وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام، په وینا په‌دغه چاودنه کې یواځې بریګر وژل شوی و. 

خو د طالبانو یو غړي چې د پېښې شاهد و د رویترز خبري اژانس ته ویلي وو، چې چې په‌دې پېښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.  

د نوي حکومت په راتګ سره داعش ډلې د دغه برید په ګډون د ګڼو خونړیو بریدونو مسؤولیت منلی، چې تر ډېره په کابل، ننګرهار، هلمند او نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي. 

که څه هم نوی حکومت دې ډلې ته د ګواښ په سترګه نه ګوري؛ خو دوی خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي.