ننګرهاريان له بې روزګارۍ څخه سرټکوي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عطامحمد هيله من
  • 1074

نړۍ اونيزه
په ننګرهارولايت کې سلګونه تنه د بې روزګارۍ څخه په تنګ راغلي او له دولت غوښتنه کوي چې دوى ته دې کاروبار ورکړي،چې خپلو بچو او د کورنۍ غړو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.
په دې وروستيو کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه ننګرهار ته راکډه شوي کډوال د کاروبار د نشتوالي له امله سرټکوي او زياتوي چې هر سهار له کوره په دې تمه راوځي چې ګوندې کوم روزګار به پيدا کړي خو تر مازيګر په هم دې تمه د ښار په واټونو کې ګرځي خو کار ورته نه پيدا کېږي.
دوى وايې چې د کور کرايې،د خوراکي توکيو لوړې بيې داهغه څه دي چې بايد د لګښتونو د پوره کولو لپاره يې په داسې حال کې چې بل کسب و کمال يې ياد نه دى د لاس مزدوري وکړي.
دغه بې روزګار کسان له دولت غوښتنه کوي چې په ننګرهار کې دې د بيارغونو پروژو ته د اوس په پرتله نوره هم پراختيا ورکړي چې دوى ته په کې د کار کولو زمينه برابره شي.
د جلال اباد ښار منځۍ برخه د تالاشۍ له څلور لارې څخه د مخابراتو چوک ته غځېدلى سړک هغه ځاى دى چې هر سهار د  جلال اباد ښاراو نږدې ولسواليوڅخه په سلګونه تنه په دې تمه  راځي چې څوک به يې د کار لپاره له ځانه سره يوسي او د خپلې کورنۍ لپاره به د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو جوګه شي.
په دغو بې روزګاره کسانو کې سپين ږيري،د پاخه عمر سړي ،ځوانان او له اتلسو کلونو کم هلکانو هم تر سترګو کېږي چې د کورنيو مجبوريتونو له امله ددې پرځاى چې په ښوونځي کې زده کړې وي دغه ځاى ته د مزدورۍ لپاره راځي.
د بېسودو ولسوالۍ د تعميراتو د سيمې اوسېدونکى شپاړس کلن پروېز چې د تالاشۍ او مخابراتو د څلور لا ري تر منځ پر غځيدلي سړک د کار موندنې په موخه ولاړ دى وايې پلار يې سپين ږيرى دى او ددې توان نه لري چې چېرته مزدوري وکړي نو له مجبورې يې ښوونځى پرېښى او دلته راځي چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي خو پر وينا يې ډېرې لږې ورځې په دې توانېږي چې کار ومومي .
هغه وايې که دولت ورته د کوم مناسب کارو بار بندوبست کړى واى نو هم به يې د کارکولو له لارې دکورنۍ اقتصادي ستونزې پوره کولې او هم به ښوونځي ته تللو.
همدغه چوک ته راغلى دوه دېرش کلن سبحان الله بيا وايې کله چې له کډوالۍ راستانه شول نو تمه يې درلوده چې د پردي هېواد په پرتله  به په خپل کور کې په ارامۍ سره وکولاى شي چې د خپل ژوند د سمبالښت لپاره کاروبار پيدا کړي خو د هغه پر و ينا دا يې هسې خوب ليدل و، چې اوس هر سهار دې چوک ته راځي خو داوونۍ په اوږدو کې ډېرې لږې ورځې ورته کار پيدا کېږي.
هغه چې احساساتو په مخه کړى و له دولت غوښتنه وکړه چې دوى ته دې کار وبار پيدا کړي ځکه چې دوى کورنۍ لري ،بچي،خوېندې وروڼه ،موروپلار او هغوى ترې خواړه غواړي .
نوموړى وايې چې کاروبار نه وي غلام او د چا لوټول خو دوى نه شي کولى نو له کومې لارې به خپلې اړتياوې پوره کوي.
په جلال اباد کې د نجم الدين اخندزاده د علمي او کولتوري ټولنې مشر زرخان څارن وايې بې روزګاري د خلکو تر ټولو لويه ستونزه ده او که چېرې دولت دغې ستونزې ته د حل کومه لار ونه مومي نو د هغه پر باور زموږ ټولنه به له بېلابېلو ننګونو سره مخ شي.
زرخان زياتوي کله چې يو څوک له بې روزګارۍ په تنګ شي نو د دولت او ټولنې مخالفين د هغه له دغې کمزورۍ د يو څو روپود لالېچ په بدل کې د دولت او ټولنې پر خلاف ډېرې ګټې اخيستلاى شي او مخالفين په دې توانېږي چې د همدغو بې روزګارو خلکو پر مټ  کولاى شي چې په ټولنه کې ناامني،کوڅه يې او نور لوى او واړه جرمونه تر سره کړي .
هغه زياته کړه چې دولت ته پکار دي ، چې ددغو بې روزګارو خلکو د ژوند د سمبالښت په موخه لازمې کړنې تر سره کړي په راتلونکې ټولنه او دولت له هغو خطرونو څخه چې د بې روزګارۍ له امله يې د پېښدو شونتيا ډېرې ده وژغورل شي.
خو د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ادارې رئېس حاجي حيات خان وايې ددوى اداره چې د بې روزګارو  خلکو لپاره د روزګار د پيدا کولو د پالېسۍ جوړول مسووليت دى تر دې دمه يې په سلګونه تنه يو شمېر ادارو ته په دې موخه ورپېژندلي چې د بې روزګارۍ له رنځه يې خلاص کړي.
نوموړى وايې خلک د ننګرهار دکار او ټولنيزو چارو له رياست نه تمه لري چې دا به ګوندې خلکو ته د کارو ورکونې مسووليت لري خو د هغه پر وينا داسې نه ده دوى نه دومره جايداد لري او نه دومره امکانات چې په ننګرهار کې شتو ټولو بې روزګارو خلکوته کار ورکړي .
حاجي حيات هم وايې چې دولت ته په کار دي،چې صنعت ته پراختيا ورکړي،فابرېکې جوړې کړي چې د خلکو د بې روزګارۍ ستونزه حل شي.
د بې روزګارۍ ستونزه يواځې په ننګرهار او يا په ټول افغانستان کې نه ده چې خلک ترې کړېږي بلکې د هغې سروې له مخې چې موده وړاندې د يوې نړيوالې ټولنې له خوا تر سره شوې دا مهال په نړۍ کې يو ميليارد انسان د بې روزګارۍ له امله په لوږه کې ژوند تېروي چې ډېرى بې روزګاره خلک د افريقا په لويه وچه ژوند کوي او هره ورځ يې په لسګونه تنه له لوږې مري.
شنونکي په دې اند دي که چېرې افغان دولت هم په ټول افغانستان کې د بې روزګارۍ د ختمولو لپاره کومه ستراتيژي جوړه نه کړي نو لرې نه ده چې د افريقايې هېوادونو په څېر په دغه هېواد کې لوى ناورين رامنځ ته شي.