خلیلزاد: د جمهوریت د سقوط اصلي مسؤل اشرف غني دی

خلیلزاد: د جمهوریت د سقوط اصلي مسؤل اشرف غني دی


  • 2 کاله دمخه (26/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1014

سمسور(یکشنبه د مرغومي ۵) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي، زلمي خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې یو وار بیا د تېر نظام د راپرځېدو تور په ولسمشر اشرف غني پورې کړ.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي، اشرف غني او د هغه ټیم حقایق نه درک کول او په خیالي نړۍ کې یې ژوند کاوه.

د خلیلزاد په خبره غني هیڅ باور نه کاوه، چې امریکا به خپل سرتیري وباسي؛ بلکې فکر یې کاوه، چې امریکا د سرتېرو د وتلو تمثیل کوي؛ نو ځکه یې پر جګړه ټینګار کاوه.

دا لومړی ځل نه دی، چې خلیلزاد د تېر حکومت د پرځېدو تور په غني لګوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم دا ډول څرګندونې کړې وې.

بل لورته بیا د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې ولسمشر غني ته تر ټولو نږدې کس ګڼل کېږي، په خپله مرکه کې ویلي، چې طالبان خلیلزاد لاسنیولي کابل ته راوستل.

سمسورپریس