د کابل، هرات او بلخ په هوايي ډګرونو کې درې راډارونه نصب کېږي

د کابل، هرات او بلخ په هوايي ډګرونو کې درې راډارونه نصب کېږي


  • 3 کاله دمخه (26/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1327

سمسور پریس (یک‌شنبه د مرغومي۴) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د فرانسې هیواد درې پايي رادار نن یکشنبه د کابل نړیوال هوايي ډګر کې دغه وزارت ته تسلیم شول.

د یاد وزارت د معلوماتو پز اساس د سرتاسري رادرا نصبولو قرارداد د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت د تالس په نوم یوه فرانسوي شرکت سره شوی دی. 

د ترانسپورت وزارت ویلي، چې د دغه قرارداد په اساس به یاد رادارونه د کابل، بلخ او هرات په هوايي ډګرونو کې نصب کړل شي.

دغه وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې د رادار ۱۲ سایټونه د هوايي حریم د کنټرول سیستم په لرلو سره د افغانستان په ۱۲ برخو کې نصب کړل شي.