سمسور پریس (سهشنبه د مرغومي۷) د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر وایي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې تل مثبت رول لوبولی دی.
هغه دا څرګندونې له یوې امریکایې دیپلماتې، آنجلا آګلر سره د کتنې پر مهال کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان سوله د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ده.
په دغه کتنه کې په سیمه او نړۍ کې د دواړو هېوادو اړوند ګډو ګټو په اړه هم بحث شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې د یوه پاکستاني چارواکي له خوا مطرح کېږي چې افغانان دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې تورنوي او په هېواد کې د پوځ د پاشل کېدو او ناامنۍ لامل یې بولې.