نعیم وردګ: په جنوبي ولایتونو کې د حساسیتو نو له کبله ښوونځي تړلي

نعیم وردګ: په جنوبي ولایتونو کې د حساسیتو نو له کبله ښوونځي تړلي


  • 3 کاله دمخه (30/12/2021)
  • سمسور پرس
  • 850

سمسور(پنج‌شنبه د مرغومي۹) د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې دوی د نجونو د تعلیم خلاف نه دي؛ خو په جنوبي ولایتونو کې خلکو د حساسیتونو له کبله د نجونو ښوونځي تړلي.

هغه یو شمېر هغه ولایتونه، چې پښتانه پکې مېشت دي وروسته پاتې وبلل او زیاته یې کړه، چې پښتانه خپله نه غواړي، چې خویندې یې تعلیم وکړي.

د نعیم په خبره، د نجونو له ۱۴ کلنۍ څخه د عمر پورته کېدل یو بل پړاو دی او باید په دې مرحله کې احتیاط وشي.

تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، چې افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل د دوی خپله کلتوري موضوع ده.

اوس باور دا دی، چې طالبان وار په وار د عمران خان خبرو ته د عمل جامه ور اغوندي.

سمسورپریس