د تېر کال بایلونکو ته لیک:

د تېر کال بایلونکو ته لیک:


  • 2 کاله دمخه (31/12/2021)
  • عزت‌الله خاطر
  • 1114

تېر ۲۰۲۱ م کال زمونږ د باورونو خلاف پای ته رسېږي او هغه نالیدلي خوبونه چې مونږ یې د ريښتیا کېدو لپاره سترګې غړولې وې، همغسې خوب او خیال پاتې شول.ډېرې قربانۍ مو ننداره کړې خو په مثال د هغه ویل شوي متل بېځایه عبادت شو چې "هندو ستړی خدای ناراضه "

ډېر لکه د رسېدلي فصل ږلۍ ووهل.نجونې کونډې شوې. میندې وژړېدې. ځوانان مو څه بدبختې جګړې، څه د ایران او ترکیې په قاچاقي لارو کې د الوتونکو او وحشي ځناورو د خوراک وسیله شول. معنوي پانګه مو له لاسه ورکړه. فقر بیا خولۀ لګول پیل کړي. ډېرو د لوړو زده کړو کولو خوبونه پر سیند لاهو کړل، آن له ډېرو خو  په وروستي سمسټر کې زده کړې پاتې شوې او داسې ډېرې نا ویلې چې زمونږ سترګې پر اوښکو لمدوي او لکه خزان وهلې پر ځمکه پرته پاڼه بیا د زرغونېدو تمه کول راته کاذب ډاډ او بیا نالیدلی خوب ښکاري.

اوس همداسې لاس تر زنې کېنو؟ 

همداسې مات اوسو؟

لکه معیوب انسان د تګ امید ونکړو او همداسې د نورو نندارې او مرستې نه کېنو؟ 

 

نا! هر څه دایمي نه وي، هره ماتې او غورځېدل د بیا پورته کېدو او حرکت لپاره تجربه او درس ګڼل کېږي. لمر هر ماښام په دې امید ښکته کېږي چې سهار به بیا په پوره قوت خپل سر راپورته کوي او نړۍ ته به د ورځې او رڼا زیری ورکوي.لاهم ناوخته نه دی، همدا اوس بیا پاڅېږئ. له سره مزل پیل کړئ او هغه مړۀ باورونه او هیلې چې زمونږ پر اوږو پرتې دي، بیا پر اهتزاز راولئ او مخکې منزلونه پر خپلو پیاوړو قدمونو رالنډ کړئ.ګیلې پرېږدئ، یو خوشحاله انسان نه یواځې د ځان، بلکې د نورو لپاره هم جوړ شئ. د ورځینيو کړنو لپاره مو تیت شوی نامظم پلان بیا منظم کړئ خو بې پلانه مزل په مثال د هغه لار ورکي مسافر دی چې دښته کې په دې تمه مزل کوي ، که چرته خپله موخه ومومي او بریالی شي، خو دا هر څه بېځایه  وخت ضایع او پر بلاوو اوختل دي.لږ تر لږه یو ښۀ انسان د ټولنې او خپلې کورنۍ لپاره جوړ شئ.مثبت فکره اوسئ ځکه زمونږ ژوند زمونږ له فکرونو او باورونو جوړ دی. پر هغه څه چې باور لرئ، د ترلاسه کولو لپاره یې د هیلو روان کاروان مه دروئ او حرکت ته مو تر هغه وخته دوام ورکړئ چې مزل مو د همغه هدف لپاره پیل کړی ؤ او غوښتل مو ترلاسه یې کړئ. ځکه د هیلو پوره کوونکی انسان ته خپله یې او هغه څوک چې تاتا قوت درکوي، هم ته خپله یې. نو پر خپل ځان باور ولرئ او د ژوند ناتمام فصل مو تمام کړئ.

 

خبرې ډېرې نه اوږدم او د شاعر په هغه بیت یې پای ته رسوم چې وایي:

دې دنیا ته ټول راغلي دي بې نومه

نر هغه دی چې خپل نوم ځانته پیدا کړي.