امریکایي سناتوران: د افغان مېرمنو له حقونو ملاتړ مو اخلاقي مسوولیت دی

امریکایي سناتوران: د افغان مېرمنو له حقونو ملاتړ مو اخلاقي مسوولیت دی


  • 2 کاله دمخه (01/01/2022)
  • سمسور پریس
  • 939

امریکايي سناتوران وایي، د افغان مېرمنو او انجونو د حقونو ملاتړ د امریکايي حکومت اخلاقي مسوولیت دی.

د امریکا په سنا کې ګڼو امریکايي سناتورانو د مېرمنو د حقونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ځانګړې استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی او له ولسمشر بایډن یې د لا ډېرو اقداماتو او مرستو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو پر اساس دغه سناتورانو ویلي،  له افغانانو په تېره له ښځینه وو ملاتړ د امریکا اخلاقي مسوولیت دی او باید دې مسئلې ته متوجه وي. 

دوی وايي، اوس‌مهال افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او امریکايي حکومت باید د دوی د ملاتړ او مرستو لپاره لا ډېر لاس په‌کار شي.