د احصائې ملي اداره: په تېرو څلورو میاشتو کې مو ۳۴۰زره الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشلي

د احصائې ملي اداره: په تېرو څلورو میاشتو کې مو ۳۴۰زره الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشلي


  • 3 کاله دمخه (01/01/2022)
  • سمسور پریس
  • 1053

د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳۴۰ زره الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې ویلي، په ټول هېواد کې د پخوانیو چاپ شویو پېژندپاڼو د وېش لړۍ روانه ده او په ۲۰ نورو ولایتونو کابل، ننګرهار، کنړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کندهار، زابل، بلخ، هرات، جوزجان، بغلان، غزني، بدخشان، کندز، فراه، نورستان، سمنګان او تخار کې د نویو تذکرو د چاپ او وېش بهیر هم په عادي ډول پرمخ ځي.

د خبرپانې له مخې، په یادو ولایتونو کې هره ورځ له ۱۳ تر ۱۵ زرو کسانو ته الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشل کېږي.

د احصایې ادارې ټینګار کړی، چې د تخنیکي ټیمونو له نظارت او ارزونې وروسته به په پاتې نورو ولایتونو کې هم د الکټرونیکي پېژندپاڼو وېش چارې بېرته عادي بڼې ته راوګرځوي.

د مالوماتو له مخې، د الکټرونیکي تذکرو غوښتونکي په کابل او هرات کې په انلاین بڼه او په پاتې نورو ولایتونو کې په کمپیوټري بڼه د فورمو له ډکولو وروسته کولای شي د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه اقدام وکړي.