روغتیا وزارت: سره صلیب د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسؤولیت واخیست

روغتیا وزارت: سره صلیب د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسؤولیت واخیست


  • 3 کاله دمخه (02/01/2022)
  • سمسور پریس
  • 958

د عامې روغتیا وزارت وايي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې په افغانستان کې د څو حوزوي روغتونونو په ګډون د ۱۷تخصصي روغتونونو د چلولو مسولیت په غاړه اخیستی دی. 

د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو د چارو مرستیال ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې یو شمیر نړیوالو ادارو افغانستان کې ځینو روغتیايي پروژو ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې چمتوالی ښودلی دی. 

د هغه په وینا، "تقریبآ د دغو روغتونونو مجموعي پرسونل تر لس زرو پورې رسیږي، چې دوی به ورته معاش ورکوي او د نوامبر او ډسمبر د میاشتو معاشات دوی ته ورکړل شوي دي". 

نوموړي دا هم ویلي، چې که چېرته افغانستان د کرونا د نوې بڼې اومیکرون د ګواښ سره مخ شي په دغه هیواد کې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره شته امکانات به کفایت ونه‌کړي.