په ټول افغان کې مې د ښاغلي ميرويس ياسيني د دعوې په اړه چې ويلي يې دي وايې چې په کندهار کې د ده د رايو له صندقونو څخه په زرګونه رايې پټې شوي او يا سوځول شوې دي خورا خواشينی شوم او دا کار دا وېره زياتوي چې همداسې عمل او کړه وړه به نه يوازې له ده، بلکې له نورو کانديدانو سره هم شوی وي.
زه خو خپله خدای شاهد دی له هغه ورځې ورته په تشويش کې وم چې کرزي خپله پانګه لس زره ډالره اعلان کړه او حال دا چې د کمپاين بودجه يې په لسګونو ميليونو ډالرو ته ورسېده. همداسې د عبدالله عبدالله هم درواخله ځکه چې دوی دواړو د نورو په نسبت زياتې پيسې ولګولې چې مالي سرچينه او تمويل يې شفافيت ته ضرورت لري. لس زره ډالر خو معجزه نه شي کېدای، خو په ټګۍ برګۍ کې يې څه شک نشته.
بيا هم خلکو د انتخاباتو پر کميسيون باندې اعتماد او باور وکړ. له بده مرغه داسې برېښي چې دوی له خپله توانه زياته پرړه کړې ده. د دوی کاري پروسه له تخنيکي او مسلکي پلوه نيمګړې ښکاري چې دا ډول درغليانې يې ښکاره ثبوت دی. اګر چې ما خو خپله رايه ښاغلي ياسيني ته هم نه ده کارولې، ولې دا عمل ورسره لازم نه بولم او نه راته د تاييد وړ دی. همدارنګه زموږ په شيخ الحديث تره خېل باندې دعوه کېږي چې د رايو صندقونه يې په خپل کور کې ډک کړي او تيار ډک صندقونه يې د ټاکنو مرکز ته راوړي. عالم، بزرګوار او مقتدی د وخت چې د خپل وکالت لپاره دومره حريص شي چې هېڅ اصول مراعات نه کړي، نو له نورو به سړی څه ګيله وکړي.
د طالبانو تهديد خو سر له وخته يو بل اصلي او عمده مشکل وو چې خلکو ته يې کړی وو چې احتمال د سيده او ناسيده نفوذ د څارګرې ادارې پکې هم نه شي ردېدلای. همدارنګه د ايران او د نورو هم درواخله. له بده مرغه چې ځېنو هېوادوالو پکې هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. د دې باوجود چې رايې په زور او يا په ټګۍ برګۍ ترلاسه شي او پينځه کاله نور هم د قدرت په واک کې پاتې شي څه ګټه به وکړي پرته له زيانه. تاريخ شاهد دی پروفيسور لالا رباني خو هم يوځل داسې ناکامه هڅه او تجربه وکړه چې د حل وعقد شوری په نوم يې د قدرت واګې ټينګې کړې او خبره هغسې ويرانۍ ته ورسېده چې د کابل ښار په وېرانۍ بدل شو او په زرهاوو خلکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. شخصي او ملي شتمنۍ تر آرشيفه پورې هرڅه چور او تالان شول. هماغه غله نن ورځ بيا هم د حکومت په مهمو پوسټونو کار کوي. شمالي ټلوالې خو لا له وړاندې يوه باټه هم کړې چې که بريالي نه شول، نو د کلاشينکوفونو سره به لارو کوڅو ته راووځي، خو خدای دې دا ساعت لېرې لري.
دا اوس د ټاکنو د کميسيون کار دی چې په دې اړه خپل دريځ او موقف روښانه کړي، کنه سلب اعتماد ته به په راتلونکې کې غاړه ږدي او هم به د نورو ناخوالو ذمه وار وي. دا خو د دوی موقف او شان ته هم په حقيقت کې سپکاوی دی او هم خپل ځان نړيوالې ټولنې ته شرمول دي. ايا ښه به دا وه چې دغه بېځايه مصرف او لګښت د شهداوو کورنيو – کونډو او يتيمانو ته، زلزله ځپلو او نورو خوارو غريب ته ورکړل شوی وای او يا د ماستر پلان له ليارې د هېواد په نورو عمراني چارو او يا خوارو غريبو ته د کورونو په جوړولو لګېدلای وای څومره خوند به يې کړی وای نه دا دومره بېځايه لګښت چې وشو. اول خو په هېڅ يو ملک کې ۴۴ کانديدان د يوې څوکۍ لپاره نه دي ولاړ، خو موږ دا کار وکړ.
اميد دی چې د دغه ډول پېښو سپيناوی په درسته او صحيح توګه وشي. خدای دې وکړي چې ولس او خلک او موجوده کانديدان په يو واقعي په کار پوه او مجرب کس باندې راټول شي. په واقعيت کې د خلکو زړونه اخېستل ګران کار دی، خو نن ورځ ترې موږ ګپ شپ جوړ کړی او هسې خپل بېځايه حرص او لالچ په سر اخېستي يو. داسې کړه وړه به د ولسمشر حيثيت، شخصيت او اعتبار ته سخته صدمه له اخلاقي پلوه ورسوي او نور به يې هم سلب اعتماد او متضرر کړي.