یونسیف: تېرو ۱۶ کلونو کې جګړو ۲۸زره افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

یونسیف: تېرو ۱۶ کلونو کې جګړو ۲۸زره افغان ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 2 کاله دمخه (02/01/2022)
  • سمسور پریس
  • 919

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق ویلي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي. 

د دې سازمان په خبره، افغانستان د پر له پسې کلونو لپاره د ماشومانو لپاره خونړۍ هېواد و او تمه لري چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شي. 

یونسیف په خپل راپور کې په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپله هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښيي او وایي سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په هغه کې د ماشومانو حقونه نقض شوي له همدې امله ټولو ته په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي.