پر ډېورنډ فرضي کرښه ناندرئ؛ طالبان یو اینچ را اوښتونکو پاکستاني پوځیان وژني؛ خو پاکستان وایي تار غزوو

پر ډېورنډ فرضي کرښه ناندرئ؛ طالبان یو اینچ را اوښتونکو پاکستاني پوځیان وژني؛ خو پاکستان وایي تار غزوو


  • 2 کاله دمخه (06/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 771

سمسور(چهارشنبه د مرغومي۱۶) د ختیځ زون لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې که پاکستاني سرتیري یو اینچ دې خوا را واوښتل؛ نو په سر، سر یې وولئ.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې دوی پر ډیورنډ فرضي کرښه۳۰ نورې پوستې هم جوړې کړې او هیڅوک یو قدم هم مخکې نه راپریږدي.

خو بل طرف بیا پاکستاني چارواکي وایي، چې دوی پر ډېورنډ کرښه اغزن تار بشپړوي او تر دا مهاله یې ۹۴ سلنه کار بشپړ کړی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د ډېورنډ مسئله له طالبانو سره په تفاهم حل کوي.

سمسور نیوز