سمسور (جمعه د مرغومي۱۷) د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر، علي وزیر مدافع وکیل، قادر خان پر کور پاکستاني پوځ چاپه ور وړې او د هغه د کورنۍ غړي یې ځورولي دي.
هغه په یوه مرکه کې ویلي، چې پوځ د شپې ناوخته مهال کور ته ورغلی او ادعا یې کړې، چې مشر ځوی یې هم له ځانه سره وړی دی.
ښاغلي قادر خان همداراز زیاته کړې، چې د پېښې پر مهال دی خپل په کور کې نه و.
د یادونې ده، چې وخت ناوخت پاکستاني پوځ دغلته پښتون ټبر سره زور زیاتی کړی او ګڼ کسان یې هم ورته وژلي دي.
په همدې حال کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ بیا همدې پېښې ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستانی ریاست دې له دې تکتیکونو لاس واخلي او خبرداری یې هم ورکړی، چې دا کار به یې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شي.