قزاقستان: ناکراریو کې افغان اورپکو هم حضور درلود

قزاقستان: ناکراریو کې افغان اورپکو هم حضور درلود


  • 2 کاله دمخه (11/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 868

سمسور (سه‌شنبه د مرغمي۲۱) قزاقستان ادعا کړې چې ددغه هېواد په وروستیو نارکراریو کې له افغانستان هم ځینو ډلو ټپلو لاس درلود. 

د قزاقستان ولسمشر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د یوه ستر ترهګریز برید مخه نیولې ده او په خبره یې دوی د یوه ناورین په مدیریت بریالي شوي دي.

قاسم توقایف وایي، په دې ناندریو کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ځینو کړیو لاس درلود او په خبره یې له همدې امله یې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات پيل کړي دي. 

د توقایف د تازه ادعا په اړه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د ناندریو د ختمېدو غوښتونکي دي.