تاجکستان: له افغانستان سره پر پوله دې پیاوړی امنیتی کمربند رامنځ‌ته شي

تاجکستان: له افغانستان سره پر پوله دې پیاوړی امنیتی کمربند رامنځ‌ته شي


  • 2 کاله دمخه (11/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1060

سمسور (سه‌شنبه د مرغومي۲۱) د ټولییز امنیت د شورا غړو د قزاقستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې باید له افغانستان سره پر پوله یو پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي.

په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ادعا کړې، چې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت کوي، چې د جمعي امنیت غړو هېوادونو ته خطر جوړولی شي. 

هغه ویلي چې د روسیې او سیمې د نورو هېوادونو په ګډون باید له افغانستان سره پر پوله پیاوړی امنیتي کمربند رامنځ ته شي، څو د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا ولري.  

امام علي داسې مهال د پیاوړي امنیتي کمربند خبره کوي، چې همدا اوس هم سلګونه روسي او تاجکستاني سرتېري له افغانستان سره پر پوله په روسي نظامي اډو کې فعالیت کوي.