سمسور(سه شنبه د مرغومي۲۱)د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تورکایف تېره ورځ د اروپا شورا رئیس چارلز میشل سره په خبرو کې ويلي، چې د قزاقستان په وروستیو لاریونونو کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او منځني ختيځ جنګیالیو هم ګډون کړی وو.
هغه ادعا کړې چې وروستي اعتراضونه د بهرنیو کړیو یو پلان شوی کار وو.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاریون کوونکو ولسمشرۍ ماڼۍ ته اور ورته کړی و او دی خپله روسیې ته تښتېدلې.
که څه هم د قاسم په وروستیو څرګندونو اسلامي امارت څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د نوي حکومت چارواکو هلته د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې وه.