د دفاع وزیر: تاجکستان او زبکستان باید د افغانستان الوتکې بېرته راوسپاري

د دفاع وزیر: تاجکستان او زبکستان باید د افغانستان الوتکې بېرته راوسپاري


  • 3 کاله دمخه (12/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 772

سمسور (چهارشنبه د مرغومي ۲۲) د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان دوو ګاونډیو ته خبرداری ورکړ، چې هغه الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري، چې د دوی تر واکمنۍ وروسته هلته انتقال شوي دي.

مولوي محمد یعقوب پرون په کابل کې د هوایي ځواک د تمریناتو پرمهال ویلي، چې هېڅ کله به اجازه ورنه کړي، چې دا الوتکې په بهر کې پاتې شي او یا دوی استفاده ورڅخه وکړي.
مولوي یعقوب زیاته کړې، چې که دا الوتکې ونه سپارل شي بد عواقب به ولري او په‌کار ده، چې په خوشالي یې بېرته افغانستان ته وسپاري.
د معلوماتو له‌مخې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر څلوېښت ډېرې الوتکې ازبیکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي، چې لا هم په دغو هېوادونو کې ولاړې دي.