سمسور (چهارشنبه د مرغومي۲۲) د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، نن سهار په کابل ښار کې ماین چاودنې دوه طالب سرتیري ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه نن سهار نژدې یوولس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اوند په «بنايي» سیمه کې د طالبانو پر موټر شوې ده.
د مبین خان په نوم د طالبانو یو امنیتي مسؤل ویلي، چې په دغه چاودنه کې د دغه ډلې دوه کسان ټپیان شوي دي او په خبره یې روغتون ته انتقال شوي دي.
ښاغلي مبین د دغه چاودنې د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده، چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
ویل کیږي چې چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې په کابل کې پر طالب سرتیرو د زیاتو چاودنو د مسؤلیت ادعا د داعش ـ خراسان ډلې کړې ده.
پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته ددغه ډلې پر سرتیرو په کابل کې د یو شمېر چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.