طالبان: په کابل کې مو د موټرو د غلا په تور یوه نهه کسیزه ډله نیولې

طالبان: په کابل کې مو د موټرو د غلا په تور یوه نهه کسیزه ډله نیولې


  • 2 کاله دمخه (13/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1071

سمسور (پنج‌شنبه د مرغومي۲۳) د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې هغه نهه کسیزه ډله نیولې چې موټر یې غلا کول. 

دې وزارت په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دغه ډله یې د کابل ښار له پنځلسمې حوزې اړوندو سیمې څخه نیولې ده.

ویل کېږي، دغه کسان په کابل ښار کې د موټرو غلا په څو قضیو کې لاس درلود او په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د غلا شویو موترو پېر او پلور کاروبار یې کاوه.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د نیولو شویو کسانو څخه ۱۰ غلا شوي موټر هم ترلاسه شوي او خپلو څښتنانو ته یې تسلیم کړي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل او د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې د انسان تښتونې او موټرو غلا په اړه ګڼ شمېر راپورونه ورکړل شوي دي.