مؤید یوسف: د کابل حکومت ته داسې طرحه ورکوو، چې موسسې به یې له پاکستان څخه اجازه لیک اخلي

مؤید یوسف: د کابل حکومت ته داسې طرحه ورکوو، چې موسسې به یې له پاکستان څخه اجازه لیک اخلي


  • 3 کاله دمخه (13/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 1157

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، موید یوسف ویلي، چې دوی پر یوې داسې طرحې کار کوي، چې له مخې ټولې هغه مؤسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي، له پاکستان څخه اجازه واخلي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په حواله، یوسف ویلي، چې یاده طرحه نهایي شوې او ژر به د کابل حکومت ته وسپارل شي.

نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لاهم افغانستان کې هیڅ نوې مؤسسې په فعالیت پیل نه دی کړی.

باور دا دی، چې پاکستان په دې ډول کار سره غواړي، چې افغانستان تر خپل کنټرول لاندې وساتي.

د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د مؤید یوسف دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

سمسورپریس