طالبان: د مېرمنو ټول حقوق خوندي دي، د بشر حقونو اندېښنه بې‌ځایه ده

طالبان: د مېرمنو ټول حقوق خوندي دي، د بشر حقونو اندېښنه بې‌ځایه ده


  • 3 کاله دمخه (13/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 1024

سمسور (پنج‌شنبه د مرغومي۲۳) ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه د بشر حقوقو د څار سازمان انديښنه بې ځایه ده. 

نوموړي زياته کړې، چې دا ډول راپورونه د ناسمو معلوماتو په اساس خپریږي چې د ده په وينا ځينې "دښمنې کړۍ" يې د پروپاګند په ډول خپروي.

د نوموړي په خبره، د "اسلامي امارت" له حاکميت وروسته په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي شوي دي. 

نړيوالې ټولنې او د ښځو د ملاتړ نړيوالو بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او تعليم پر حقوقو تامينولو ټينګار کړى دى. 

دوى دغه‌راز ویلي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته په دغه هيواد کې دغه حقوق محدود شوي دي. 

خو طالبانو ويلي، چې دوى د شرايطو په رامنځته کولو سره  ښځو اونجونو د کار او تعليم حقـوقو ته ژمن دي.