طالبان: له‌ ازبکستان نه مننه کوو، چې برېښنا یې بېرته راخوشې کړه

طالبان: له‌ ازبکستان نه مننه کوو، چې برېښنا یې بېرته راخوشې کړه


  • 3 کاله دمخه (13/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 901

سمسور (پنج‌شنبه د مرغومي۲۳) ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د ازبکستان لخوا د برېښنا دستونزې دحل په اړه د هغه هیواد له چارواکو څخه مننه کوي.

نوموړي نن پنجشنبه پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي، چې دوى دخپلو ګاونډيو هیوادونو سره ښې او پياوړې اړیکې غواړي.

نوموړي زياته کړې: "ازبکستان زموږ د اعتماد وړ ورور او همسایه هیواد دی، زموږ تر منځ ټولې ستونزې به د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې حل کیږي."

د افغانستان برښنا شرکت همدا پرون ويلي، چې ازبکستان افغانستان ته خپل صادراتي برښنا ۶۰ سلنه کمه کړې ده.

خو ياد شرکت نن پنحشنبه وويل چي دغه ستونزه بيرته حل شوې او په خبره يې د ازبکستان د وارداتي برښنا جريان بيرته خپل پخواني حالت ته راګرځېدلى دى.