نیویارک ټایمز: طالبان له پاکستان څخه مسلکي کسان غواړي

نیویارک ټایمز: طالبان له پاکستان څخه مسلکي کسان غواړي


  • 3 ورځي دمخه (13/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 12

سمسور(پنج شنبه د مرغومي۲۳) امریکایي رسنۍ نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی او په همدې اړه یې له پاکستان څخه مرسته غوښتې.

د سرچینې په خبره، طالبانو د مسلکي اینجینرانو، تخنیکي کسانو او نورو برخه کې له پاکستان حکومت څخه غوښتي، چې مرسته ورسره وکړي.

یاد راپور په داسې حال کې خپریږي، چې تېره ورځ هم د طالبانو د ملي دفاع وزیر له هېواد څخه تللیو مسلکي کسانو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو بېرته هېواد ته را وګرځي.

تر دې وړاندې بیا داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې په هېواد کې یو شمېر پاکستانیو ته مهمې څوکۍ ورکړل شوې دي.

سمسور نیوز